کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې يواځې د افغانستان رسمي ټاکنيز بنسټونه کولى شي د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو ډاکتر عبدالله او اشرف غني پلويانو د بريا اعلانونه کړي دي.
د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله مېرمن اليس وېلز د تلې په ١٠مه په ټويټر کې ليکلي، يواځې د افغانستان رسمي ټاکنيز بنسټونه کولى شي، د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې اعلان کړي.
هغه د افغانستان د ولسمشرۍ کانديدانو او د هغوى له پلويانو غوښتي چې له وخته مخکې دې قضاوتونه نه کوي.
مېرمن وېلز ويلي چې افغانان رونټيا او حساب ورکول غواړي.
د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې له افغان ټاکنيز بنسټونو غوښتي چې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو لپاره لازم اقدامات وکړي، څو رايه ورکوونکي او نړيواله ټولنه د ټاکنو پر روڼوالي ډاډمن شي.
بلخوا په کابل کې د امريکا سفير جان باس، د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د رايو راټولولو د ملي مرکز په پرانيستنه کې د ځنډ له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه په ټويټر کې ليکلي: "دا هم مهم دي چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون کورنیو څارونکو او د افغانستان خلکو ته دا موضوع روښانه کړي."
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي چې دوی د قانون له مخې د تلې په ۲۷مه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.
login or register a new account.