کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٨) د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته سفر کوي.
د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين د تلې په ١٠مه په ټويټر کې ليکلي چې دغه سفر په رسمي بلنه ترسره کېږي.
هغه زياته کړې چې یاد پلاوى به له پاکستاني چارواکو سره پر يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د شاهين په وينا چې دا له روسيې، چين او ايران وروسته د دوی د پلاوي څلورم رسمي سفر دی چې د سيمې هېوادونو ته ترسره کېږي.
بلخوا سرچينې وايي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد هم تېره شپه له يوه پلاوي سره اسلام اباد ته رسېدلى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له نوموړي سره په دغه سفر کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مهم چارواکي هم ملتيا کوي.
یادې سرچينې دغه راز پژواک ته وويل چې په افغانستان کې د ناټو قوماندان، جنرال سکاټ مېلر هم دوه ورځې مخکې اسلام اباد ته سفر کړى او له پاکستاني چارواکو سره يې ليدلي دي.
په کابل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې دوى د خپلو مشرانو د سفرونو په اړه څه نه وايي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پرون پژواک اژانس ته ويلي وو چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له هند، ازبکستان، پاکستان، روسيې او چين سره د افغان سولې په اړه خبرې پيل کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې دوى يوې هوکړې ته نږدې شوي او ډېر ژر به بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
د يادونې ده، د افغان سولې په تړاو د امريکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې له تېرو ١١ مياشتو راهيسې روانې خبرې تېره مياشت د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوه ټويټ په وسيله ودرول شوې.
ټرمپ دغه کار وروسته له هغه وکړ چې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د يوه امريکايي په ګډون دوه د ناټو سرتېري او ١٠ افغانان ووژل شول.
login or register a new account.