Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د تېلو شل پمپونه د مالیې د نه ورکړې له امله تړل شوي

پل علم (پژواک، ١٠ تله ٩٨): د لوګر د مستوفيت له لوري په دغه ولايت د تېلو هغه شل پمپونه تړل شوي چې له تېر يوه کال راهيسې يې ماليه نه وه ورکړې.

په دې اړه د لوګر مستوفي وحيدالله مياخېل د تلې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د تېلو ٤٦ پمپونه دي چې شلو يې ماليه نه وه ورکړې.

دى وايي: ((زموږ مامورينو د تېلو هغه شل پمپونه وتړل چې مالکينو يې په تېر يو کال کې ماليه نه وه ورکړې او له دې درکه پوروړي وو.))

مياخېل زياتوي چې دغه پمپونه به تر هغه تړلي وي څو خپل حسابونه تصفيه کړي.

په دې اړه د کابل- ګردېز لويې لارې د کلنګار سيمې د تېلو د يوه ټانګ څښتن عزيزالله پژواک ته وويل چې د مستوفيت د کارکوونکو له لوري يې د تېلو پمپ تړل شوى دى.

هغه وايي: ((ما لږ مالي مشکلات درلودل، خپله ماليه مې نه وه ورکړې، نن د مستوفيت کسان راغلل، د تېلو پمپ يې راته مهرلاک کړ، نو زه مجبور يم چې اوس دغه پيسې ورکړم.))

د يادونې ده، د لوګر ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې يو شمېر زورواکي د خپل کاروبار ماليه حکومت ته نه ورکوي چې کله نا کله بيا د حکومت له غبرګون سره مخ کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.