پلخمري (پژواک،۱۱تله۹۸): د بغلان په امنيې قوماندانۍ کې دننه د يوه وژل شوي سيمه ييز پوليس خپلوانو د يوه لاريون په ترڅ کې د عدالت غوښتنه وکړه.
پرون ماښام د بغلان په امنيې قوماندانۍ کې دننه د دغه ولايت د ولايتي شورا د مرستيال شمس الحق بارکزي او د سيمه ييزو پوليسو د يوه پخواني قوماندان امين اکاخېل ترمنځ جګړه وشوه.
په دغه جګړه کې د بغلان د ولايتي شورا مرستيال او امنيه قوماندان سمونوال نيازمحمد نيازمند په ګډون درې پوليس ټپيان شول او يو سيمه ييز پوليس و وژل شو.
دغه وژل شوى سيمه ييز پوليس نظرمحمد نومېده او د امين اکاخېل ورور و.
د امين اکاخېل او نظر محمد خپلوانو نن د بغلان امنيې قوماندانۍ مخ ته لاريون وکړ او د عدالت غوښتنه يې وکړه.
يادو لاريون کوونکو چې د وژل شوي سيمه ييز پوليس جسد يې له ځانه سره لېږداوه پر امنيه قوماندان او د ولايتي شورا پر مرستيال يې د مرګ نارې وهلې.
د لاريون کوونکو له ډلې شېرمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په امنيه قوماندانۍ کې دننه يې پوليس مړ کړ، په دې معنى چې نه حکومت شته او نه هم عدالت شته دى.))
ده وويل چې حکومت بايد د سيمه ييزو پوليسو پخوانى قوماندان امين له زندانه ازاد او د نظرمحمد قاتلين بايد د قانون منګلو ته وسپاري.
ګڼ شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د ولايتي شورا مرستيال شمس الحق بارکزي چې په دغه پېښه کې ټپي شوى، پژواک ته وويل چې لومړى امين اکاخېل پرې ډزې کړې دي.
ده وويل: ((زه له امنيه قوماندان سره په نظامي غونډه کې ناست وم، کله چې بهر شوم ناڅاپي امين اکاخېل را باندې ډزې وکړې، کېسه مې پوليسو ته کړې وګورو چې څه کوي.))
بل لورته د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت پژواک ته وويل چې د يادې پېښې د څېړلو په موخه له کابل څخه پلاوى ورغلى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP