Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټاکنو کميسيون: نږدې دوه ميليونه او ٧سوه زرو تنو رايه ورکړې ده

کابل (پژواک ١١ تله ٩٨): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو په ٤٦٨٤ مرکزونو کې ٢ ميليونه، ٦٩٥زره او ٨٩٠ تنو رايه کارولې ده.

دغه مطلب د دې کميسيون مرستيال مولانا عبدالله، نن ماښام په خبري ناسته کې په ډاګه کړ.

د ولسمشرۍ ټاکنو د تېرې شنبې په ورځ (د تلې په ٦مه) ترسره شوې.

هغه وويل: "د رايو دغه سقف لا نهايي او دقيق نه دى او په دې اړ څېړنې روانې دي؛ دغه شمېره ښايي راکمه شي، ځکه په ځينو مرکزونو او محلونو کې له بايومتريک پرته رايه کارول شوې چې همدغه بيا له بايومتريک شويو رايو څخه جلا کېږې چې له همدې امله ياد شوى سقف ښايي را کم شي."

خو ده روښانه کړه چې د رايو ابتدايي پايلې به د تلې مياشتې په ٢٧مه اعلانوي.

عبدالله زياته کړه، دوى ته تراوسه د رسېدلو راپورونو له مخې، په ټاکنو کې ٤٦٨٤ مرکزونه چې ٢٦٥٦٨ محلونه کېږي، پرانيستي وو او ٦٩٨ مرکزونه چې ٣٠١٨ محلونه کېږي، تړلي وو.

د نوموړي په وينا، د رايې ورکولو زياتره مرکزونه په بلخ ولايت کې تړل شوي وو چې ١٢٦ مرکزونه او ٤٨٧ محلونه په کې بند وو.

د ټاکنو کميسيون مشرې حوا علم نورستانۍ بيا وويل چې دوى بې پلوۍ او روڼوالي ته ژمن دي او هيڅ ډول فشار ته به غاړه کېنږدي؛ هر چاته چې د افغانستان خلکو ډېره رايه ورکړې وي، په اساس به يې بريالى اعلانېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.