کابل (پژواک، ١١ تله ٩٨) : د سياسي چارو يو شمېر شنونکي اسلام اباد ته د خليلزاد او ملا برادر د سفر په اړه وايي چې پاکستان کولى شي د سولې درېدلو خبرو بېرته پيلولو کې مهم رول ولوبوي.
دوى دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد او د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر ١٢ کسيز پلاوى په اسلام اباد کې دي او له پاکستانيو چارواکو سره يې ليدلي دي.
ملا برادر نن تر غرمې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي او دواړه لورو د ځنډېدلو خبرو اترو پر بيا پيلولو ټينګار وکړ.
د سياسي چارو کارپوه پاينده حکمت وايي، په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو پراخه نه ګډون ددې معنا ده چې افغانان سوله غواړي .
هغه پژواک اژانس ته وويل، په سوله کې دپاکستان په ګډون د سيمې د هېوادونو رول ډېر مهم دی او اسلام اباد ته د خليلزاد او ملا برادر سفر په دې پروسه کې د پاکستان د رول ارزښت په ډاګه کوي.
حکمت وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې دسولې په اړه له نړيوال مثبت ذهنيت څخه ګټه واخلي اوهڅه وکړي چې افغانستان ته تضمين شوې دايمې سوله راشي .
ده زياته کړه : (( موږ دسولې د هر مثبت ګام ملاتړ کوو او د وطن په خير يې بولو.))
د سولې فعال او د سياسي چارو کارپوه انتظار خادم هم وايي چې تر ټاکنو سوله لومړيتوب دى او د سولې هڅې بيا پيلېدل اړين ګام دى.
هغه پژواک ته وويل، د سولې پروسې په بيا پيلېدو کې د پاکستان رول مهم دى او د پاکستان رښتينې همکارۍ سره مثبته پايله هم لرلى شي.
خادم وويل ، اسلام اباد ته د ملا برادر او خليلزاد تګ د ځاى او وخت په اساس ډېر مهم دى او ددې څرګندوى هم دى چې د افغانستان په جګړه او سوله دواړو کې دپاکستان رول مهم دى.
د هغه په وينا، د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کې لږ بدلون په نظر کې راځي او رښتينې همکارۍ سره يې ډېر بدلونونه راتللى شي.
خادم وويل چې امريکا هم بايد نوي مېکانېزم سره راوړاندې شي، د سيمې نور هېوادونه لکه هندوستان، روسيه او ايران هم په دې پروسه کې شامل کړاى شي.
د سولې شورا پخوانى کارکوونکى او د سولې فعال مشتاق رحيم وايي : (( د اسلام اباد اوسنۍ ناسته زه فکر د سولې ټکني بهير د بيا پيل لپاره ګټوره ده. ))
هغه پژواک ته وويل، د پاکستان رول مهم دى، د دوى په مرسته به طالبان او خليلزاد يو ځل بيا د سولې د پيل لپاره موافقه وکړي . دغه راز د مذاکرې په بڼه او ځاى او دا چې له کوم ځاى څخه بيا پيل شي، په اړه هم بايد موافقه وشي.
رحيم وايي، د پاکستان رول مهم دى، عمران خان امريکا ته د وروستي سفر پر مهال له ولسمشر ټرمپ او نورو امريکايي چاروکو سره ليدلي او هغوى به له پاکستانه غوښتي وي، چې د سولې ددرېدلو خبرو اترو د بيا پيل لپاره مرسته وکړي.
د کابل پوهنتون استاد او د سولې فعال ډاکټر فيض محمد ځلاند هم وايي چې د سولې د درېدلو خبرو د بيا پيل لپاره پاکستان مهم رول لوبولى شي.
هغه پژواک ته وويل، د همدې کار لپاره اسلام اباد انتخاب شوى، خليلزاد او ملا برادر ورغلي او کېداى شي مثبتې لاسته راوړنې ولري.
د يادونې ده چې په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې اترې چې له تېرو يوولسو مياشتو راهيسې روانې وې او يوې موافقې ته نږدې شوي وو، شاوخوا درې اوونۍ مخکې ناڅاپه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا وځنډول شوې.
ټرمپ دغه کار وروسته له هغه وکړ چې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د يوه امريکايي په ګډون دوه دناټو سرتېري او ١٠ افغانان ووژل شول.
هغه ويلي،طالبانو له دا ډول کړنو سره غوښتل چې په مذاکراتو کې امتياز ترلاسه کړي.
خو طالبانو ويلي، ټرمپ دا هسې بهانه نيولې، په افغانستان کې امنيتي پېښې خو ډېرې رامنځته کېږي او له امريکا يې غوښتي چې دا خبرې بيا له سره پيل کړي.