Language

پاکستان او طالبانو د سولې خبرو پر بيا پيلېدو ټينګار وکړ

کابل (پژواک، ١١ تله ٩٨) : د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره وليدل او دواړو لوريو د سولې د درول شويو خبرو پر بيا پيلېدو ټينګار وکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د تلې په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ  د طالبانو د قطر دفتر دوولس کسيز پلاوى نن سهار اسلام اباد ته ورسېد.

سرچينې زياته کړې، پلاوى له رسېدو سره سم د بهرنيو چارو وزارت ته ولاړ او هلته د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي له خوا يې هرکلى وشو.

قريشي د طالبانو پلاوي سره د خبرو پر مهال وويل،  افغانستان او پاکستان تاريخي ، مذهبي او کلتوري اړيکې لري، د افغانستان نا امنۍ او بې ثباتۍ پر پاکستان هم اغېزه کړې ده.

هغه زياته کړې، پاکستان له زړه څخه دا مني چې جګړه د ستونزې د هواري لاره نه ده او د سولې خبرې اترې د شخړې د هواري يواځينۍ لاره ده.

د قريشي په وينا، هېواد يې د افغان سولې پروسه کې له صدق څخه ددرېيمګړي په توګه رول ادا کوي، ځکه چې با ثباته افغانستان د ټولې سيمې په ګټه دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي، دوى له زړه څخه غواړي چې د افغان شخړې د ټولو لوريو ترمنځ خبرې اترې يوځل بيا پيل شي.

د طالبانو پلاوي هم د پاکستان د هڅو ستاينه کړې او هيله يې څرګنده کړې چې درېدلې خبرې ژر تر ژره پيل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه خواوو  موافقه وکړه چې د افغان سولې پروسې درول شوې خبرې دې يو ځل بيا پيل شي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ دا خبرې د امريکا د ولسمشر له يوه ټويټ سره درول شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغان جګړې له ټولو خواوو وغوښتل چې تاوتريخوالى کم کړي، څو د سولې لپاره باورمنه فضا رامنځته شي.

پاکستانۍ رسنۍ ډان خبر ورکړى چې په دې ليدنه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ( اى اېس اى ) مشر هم ګډون درلود.

login or register a new account.