Language

“په چهار درې ولسوالۍ کې د بهرنيانو په ګډون سلګونه وسله وال مېشت دي”

کندوز ښار (پژواک، ١١تله ٩٨): د کندوز حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو والي او سلګونه نور طالبان چې بهرنيان هم په کې دي په چهار درې ولسوالۍ مېشت شوي، خو طالبان بيا چهادره کې د بهرنيو جنګياليو شتون ردوي.

د چهادرې ولسوال حفيظ الله ساپي د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

هغه وايي چې دکندوز لپاره د وسله والو طالبانو د والي مولوي محمد الله په ګډون شاوخوا اته سوه وسله وال طالبان په دايمي ډول په چهاردرې ولسوالۍ کې ژوند کوي.

ده وويل: ((طالبانو په دې ولسوالۍ کې خپل دايمي مرکز جوړ کړى، دلته يو شمېر بهرني طالبان له خپلو فاميلونو سره ژوند کوي.))

ولسوال زياتوي چې طالبان په کندوز ښار او نورو سيمو کې د بريد کولو لپاره پلانونه په همدې ولسوالۍ کې جوړوي.

ده وړانديز وکړ چې حکومتي مسوولين بايد په چهار دره کې پراخ چاڼيز عمليات ترسره کړي.

دغه راز د چهار درې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جليل پژواک ته وويل چې د طالبانو والي او نور طالبان د دغې ولسوالۍ په جمعه بازار سيمه کې ژوند کوي.

هغه وايي: ((طالبانو په نواباد او جمعه بازار سيمو کې مرکزونه جوړ کړي، خارجيان ورته تمرين ورکوي.))

په ورته وخت کې د کندوز د ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې طالبان په چهار درې کې لوى لوى مرکزونه لري او تل يې د کندوز د سقوط پلان په دې ولسوالۍ کې جوړ کړى دى.

دى وايي: ((که حکومت غواړي چې کندوز ارامه کړي، نو په چهادرې ولسوالۍ کې دې پراخ عمليات ترسره کړي.))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان د چهار درې ترڅنګ په ټول کندوز کې پراخ حضور لري.

ده وويل چې په چهار دره او نورو سيمو کې د طالبانو په ليکو کې هېڅ ډول بهرنيان نشته دي.

login or register a new account.