Language

د غزني اوسيدونکي وروستيو ناامنيو اندېښمن کړي دي

غزني ښار (پژواک، ١٢ وږى ٩٨): د غزني اوسيدونکي وايي چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې ډېرې شوي چې له امله يې خلک سخت په انديښنه کې دي.

دوى وايي که چيرې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره جدي اقدامات ونه شي د سقوط امکان يې هم شته دى.

په دې اړه د غزني ښار اوسيدونکي شاه محمد پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې وسله وال طالبان هره شپه د غزني ښار پر کمربندي پوستو بريدونه کوي.

دى وايي: ((تېرکال هم طالبانو پر کمربندي پوستو بريدونه کول، خو حکومتي چارواکو ويل چې هېڅ هم نشته دي، خو يوه ورځ طالبانو بيا جګړه امنيې قوماندانۍ پورې ورسوله.))

دغه راز د غزني ښار د ارزو سيمې يو تن هټېوال محمد اصف پژواک ته وويل چې دغه سيمه په غزني ښار پورې اړوند ده خو طالبان په کې ولاړ وي او خلک تالاشي کوي.

دى وايي: ((وضعيت ډېر خراب دى که يې غمه ونه خوړل شي، دا ولايت سقوط کوي.))

همدارنګه د غزني د ولايتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال وويل چې د غزني ښار ترڅنګ په ولسواليو کې هم امنيتي وضعيت ډېر بد دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې اندړ، ګیرو، زنخان، رشیدان، اجرستان، خوږیاڼي، واغظ او جغتو هغه ولسوالۍ دي چې د نا امنيو له امله يې مرکزونه نورو سيمو ته انتقال شوي دي.

نوموړى زياتوي: ((دې حالت خلک سخت وراخطا کړي دي او د خلکو په منځ کې د ولايت سقوط اوازه هم خپره شوې ده.))

د ولايتي شورا دغه غړى وايي چې د خلکو انديښنې دوى له اړوندو چارواکو سره شريک کړي او د امنيت د ټينګښت غوښتنه يې ترې کړې ده.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې په نا امنو سيمو کې پراخ عمليات ترسره کړي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل چې د خلکو اندېښنې بې ځايه دي، ځکه طالبان ددې توان نه لري چې ولايت ته سقوط ورکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.