کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٨): پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوي سفر په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) او د بهرنيو چارو وزارت ترمنځ د نظر اختلاف رامنځته شوی دی.
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو دغه پلاوى تېره اوونۍ اسلام اباد ته په سفر تللى او هلته يې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي، د امريکا له استازي زلمي خليلزاد او نورو سره خبرې کړې دې.
د تېرې پنجشنبې په ورځ لومړى د ولسمشر وياند صديق صديقي په يوه خبري کنفرانس کې په دې اړه تند غبرګون وښود او د پاکستاني چارواکو له خوا د طالبانو پلاوي ته تود او رسمي هرکلى يې د ډيپلوماتيکو اړيکو خلاف کار وباله.
هغه پر پاکستان نورې نيوکې هم وکړې او ويې ويل چې اوس هم د ترهګرو د روزنې مرکزونه په دغه هېواد کې دي او له هماغه ځايه تمويل او تجهيزېږي.
خو د صديقي له خبرو څو ساعته وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي په ټويټر کې يوه اعلاميه خپره کړه او د سولې لپاره يې د پاکستان د هڅو ستاينه او ملاتړ وکړ.
هغه زياته کړې: ((د افغان سولې په تړاو سيمه ييزې او نړيوالې هڅې زياتې شوې او موږ د دې هڅو هرکلى کوو.))
د ولسمشرۍ ماڼۍ له دوو ورځو ځنډ وروسته نن (د تلې ١٣مه) د بهرنيو چارو وزارت د وياند صبغت الله احمدي د یادو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى دى.
د ولسمشر وياند صديق صديقي په ټويټر کې ليکلي، د افغان سولې په تړاو ټولې پاليسۍ او تګلارې له ولسمشرۍ ماڼۍ اعلانېږي.
هغه زياته کړې، په اسلام اباد کې د طالبانو او پاکستاني استازو ترمنځ د ليدنو کتنو په اړه د بهرنيو چارو وزارت د وياند صبغت الله احمدي ټويټونه د حکومت نظر نه، بلکې د هغه شخصي څرګندونې دي.
login or register a new account.