Language

د امريکا دفاع وزير: د طالبانو پر ضد مو هوايي بريدونه زيات کړي

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٨): د امريکا دفاع وزير وايي چې د ولسمشر ټرمپ په امر يې په افغانستان کې پر طالبانو هوايي بريدونه ډېر کړي دي.

د امريکا دفاع وزير مارک ايسپير له ځايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي: ((زما موخه دا ده چې د سرتېرو کچه دومره ته راټيټه کړو چې موږ ترې د خپل ماموريت اصلي اهداف ترلاسه کولى شو.))

د هغه په وينا، په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلو پر ضد د دوى عمليات دوام لري او د طالبانو پر ضد به هم په عملياتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د هغه په وينا، که چېرې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان د سرتېرو پر کمولو باوري وي، نو دى به د دفاع د وزير په توګه حالاتو ته په کتو په سم وخت کې پرېکړه وکړي.

د امريکا دفاع وزير ويلي، له طالبانو سره د خبرو اترو تر درول کېدو وروسته د ولسمشر ټرمپ په امر يې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد هوايي بريدونه زيات کړي دي.

مارک ايسپير زياته کړې: ((دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې طالبانو په ټول افغانستان کې ناوړه بريدونه ترسره کړل.))

login or register a new account.