Language

د بلخ د زاري ولسوالۍ امنيه قوماندان د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

مزارشريف (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): د بلخ د زاري ولسوالۍ امنيه قوماندان چې په جګړه کې ټپي شوى و، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د تلې په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زاري ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن عصمت الله سالنګی نږدې لس ورځې وړاندې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ټپي شوی وو.

هغه زياتوي چې نوموړی د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوی و خو په خبره يې چې تېره شپه يې د پوليسو په ۳۰۰ بستريز روغتون کې سا ورکړه.

د فرهاد په خبره، څارمن عصمت الله سالنګی د بلخ د پوليسو په ليکو کې تجربه لرونکی افسر و چې  د مخالفينو پراخ بريدونه يې دفع کړي وو.

په ورته مهال د بلخ د امنيې قوماندانۍ د يوه پيغام په خپرولو سره ويلي چې د زاري ولسوالۍ د امنيه قوماندان وژل کېدل د بلخ پوليسو لپاره لويه ضايعه ده.

د امنيې قوماندانۍ په خبره، د هېواد امنيتي ځواکونه ژمن دي چې له خاورې د دفاع په لار کې به له هېڅ ډول قربانۍ مخ ونه ګرځوي.

login or register a new account.