Language

د غزني په مقر ولسوالۍ کې موټربم بريد څلور پاڅونوال ټپيان کړي

غزني ښار (پژواک، ١٣ تله ٩٨): د غزني په مقر ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر يوې پوستې د موټربم ځانمرګي بريد په پايله کې څلور پاڅونوال ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند عارف نوري د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د مقر ولسوالۍ اړوند د چهارده په سيمه کې وشو.

هغه زياته کړه، وسله والو پلان درلود څو د ولسي پاڅون کوونکو پر يوې پوستې له چاودېدونکو توکو ډک د ټونس موټر په وسیله برید وکړي خو پاڅونوالو د اوپراتيفي معلوماتو پر بنسټ لازم تدابير نيولي وو.

نوري وايي، کله چې تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه ياد موټر ساحې ته نږدې شو، د پاڅون کوونکو له خوا په نښه شو چې د چاودنې له امله يې څلور پاڅون کوونکي ټپيان شوي او د پوستې يوه برخه نړېدلې ده.

د ده په وينا، په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه د مقر ولسوالۍ مرکز ته نږدې پر یوې پوستې تاکتيکي چاودنه شوې چې له امله يې پوسته تخريب، ګن شمېر پوليس او پاڅونوال مړه او ژوبل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.