کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٨): د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوي پر سفر غبرګون ښودلى دى.
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو دغه پلاوى تېره اوونۍ اسلام اباد ته په سفر تللى او هلته يې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي، د امريکا له استازي زلمي خليلزاد او نورو سره خبرې کړې دې.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت روېش کومار په نوي ډيلي کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې دوى د افغان سولې په تړاو د ټولو هڅو ملاتړ کوي، خو ټينګار يې وکړ چې د افغانستان منتخب حکومت بايد د دې ټولو هڅو برخه وي.
هغه زياته کړه چې د سولې ټولې پروسې بايد له قانوني او سياسي اړخه ملاتړ ولري.
کومار ويلي، په دې پروسو کې بايد حکومتي تشه پرې نه ښودل شي چې په پايله کې يې بيا د نورو په نيابت ترهګرې ډلې پر هندوستان بريدونه وکړي او يا هلته مرکزونه جوړ کړي.
د نوموړي په وينا، دا پروسې بايد د افغان حکومت او خلکو بشپړ ملاتړ ولري.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ټولو ترهګرو پر ضد بايد له کوم امتياز پرته اقدامات وشي.
ده زياته کړې، هندوستان د افغانستان د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کړى او پر دې خوښ دي چې په ښه توګه دا ټاکنې ترسره شوې.
د کومار په وينا، د ټاکنو په پايله کې له رامنځته کېدونکي قانوني حکومت سره به هندوستان خپلو اړيکو ته ادمه ورکوي.
login or register a new account.