پلخمري (پژواک، ۱۲ تله ۹۸): وسله والو غلو د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې يو زرګر وژلى او د هغه له دوکانه يې سره زر لوټلي دي.
د دغه ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال خانزاده مظلوم يارد تلې په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار اووه بجې ناپېژاندو وسله والو غلو د حاجي مهربان په نوم زرګر چې غوښتل يې د خپل دوکان دروازه پرانيزي، پر ډزو وژلى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې يو بل کس هم ټپي شوى دى.
ولسوال وايي چې غلو له دوکان څخه سره زره هم وړي دي.
د یادې ولسوالۍ قومي مشر سيد کمال وردګ پژواک ته وويل، په دې پېښه کې دوه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
له تېر يو کال راهیسې په دې ولسوالۍ کې دا درېيمه ورته پېښه ده چې رامنځته کېږي؛ له دې وړاندې د یادې ولسوالۍ په بازار کې یو ډاکتر او دوه دوکانداران وژل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP