Language

په خواجه عمري ولسوالۍ کي نيول شوي لسګونه کسان خوشې شول

غزني ښار (پژواک ١٣ تله ٩٨): د غزني مسوولين وايي چې په خواجه عمري ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا برمته شوي لسګونه کسان خوشې شول.

د والي وياند محمد عارف نوري، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ٤٣ کسان د خواجه عمري ولسوالۍ د حاجي کلي اوسېدونکي وو چې دوه ورځې مخکې د طالبانو له خوا برمته شوي وو.

ده زياته کړه، دغه کسان نن ماښام د قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته راخوشې شول.

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.