کابل (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبان د ډلې وروستی سفر د دوو امریکایانو چې د طالبانو په ولکه دي، د خوشې کولو په اړه خبرې بولي.
د بهرنیو چارووزارت سیاسی معین ادریس زمان نن شنبه په خبري غونډه کې وویل، هغه خبرې چې ممکن اوس هم په اسلام اباد کې روانی وي، د سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه ټينګار وکړ، په هر ډول خبرو کې چې د افغانستان دولت حضور ونه لري او مخکې له خبرو له افغان دولت سره مشوره ونه شي، افغان حکومت هغه خبرې بې ګټې، بلکې له نورو هېوادنو سره د طالبانو پراګنده فعالیتونه بولي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین زیاته کړه چې د سیمې د نورو هېوادونو مرکزونو ته د طالبانو سفرونو په تېر کې هم بې له دې چې دا ډله د افغانستان د خلکو پر وړاندې نوره هم جدي کړي، کومه مثبته پایله نه درلوده.
هغه سوله لومړی د ولسمشر او د خلکو غوښتنه وبلله او زیاته یې کړه چې په ټاکنو کې خلکو په خپل ګډون سره لویه مشورتي جرګه او د سولې په اړه نور بحثونه په ثبوت رسولي دي.
ده ټینګار وکړ چې د سولې له مذاکرتو وړاندې طالبان باید تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي، ځکه د هغه په خبره، سوله نه شي کولای له تاوتريخوالي سره پرمخ لاړه شي.
همداراز ادریس زمان وویل، حکومت په دې باور دی، تر هغه چې په ګاونډيو هېوادونو کې د طالبانو د تمویل، تجهیز او زده کړې مرکزونه فعال وي او هره ورځ د افغانستان خلک له تاوتریخوالي سره مخامخ کوي، په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.
هغه وویل: «موږ په داسې حال کې چې د دوستو هېوادونو له کړنو ملاتړ کوو؛ خو په عین حال کې په دې نظر یو چې سوله تر هغه وخته نتیجه نه ورکوي څو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي، د افغانستان دولت او ملت مخامخ خبرې ولري او د مذاکراتو له پیل د مخه اوربند ومني.»
د هغه په خبره، د هېواد بهرنی سیاست ولسمشر او اړوندې ادارې د یو بل په مرسته جوړوي او د بهرنیو چارو وزارت د سیاست اجرا کوونکی دی.
هغه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستۍ خبرې د هغه خپل شخصي موقف وباله او ويې ویل چې د هغه خبرې د بهرنیو چاو وزارت استازيتوب نه کوي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت معین د ملګرو ملتونو په څلور اویایمه عمومي غونډه کې د افغانستان د پلاوي د مشر بیانیه د پوره محتوا لرونکې او د دې سفر پایلې یې د افغانستان لپاره مثبتې وبللې.
هغه وویل، د دوحې د خبرو درېدل او په بریالیتوب سره د ولسمشریز ټاکنو ترسره کېدل، د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې له اړینو بحثونو څخه و. همدارنګه په دې ناسته د سولې په بهیر کې د ښځو له رول څخه ملاتړ، د افغانستان د لاسته راوړنو ساتل او د ښځو په پراخ رول ټینګار وشو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP