Language

د پوليسو يوه قوماندان د اردو  ٥ سرتېري تر مسموم کولو وروسته طالبانو ته سپارلي

پلخمری(پژواک،۱۴ تله ۹۸): بغلان کې امنيتي سرچينې وايي چې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د ملي اردو  پنځه سرتېري تر مسموم کولو وروسته طالبانو ته سپارلي دي.

بغلان کې د سيمه ييزو پوليسو يوې سرچينې د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د مرکزي بغلان ولسوالۍ په خوږرو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د يوې پوستې قوماندان د ملي اردو پنځه سرتېري مسموم کړي او بيا يې طالبانو  ته سپارلي دي.

هغه وايي: ((سهار د ملي اردو قوماندان خپلو سرتېرو پسې ګرځېده چې خبره معلومه شوه د سيمه ييزو پوليسو قوماندان لطيف دغه سرتېري مسموم کړي او بيا يې له ځانه سره طالبانو ته وړي دي.))

دغه راز بغلان کې د ٢١٧ پامير قول ادرو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال غلام عباس توکلي د يادو سرتېرو د ورکېدو مسله تاييد کړه، خو د نورو جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

هغه وويل: ((په دې اړه زموږ پلټنې روانې دي چې تر بشپړېدو وروسته به يې له تاسو سره معلومات شريک کړو.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.