لومړى تعقيب- غزني ښار (پژواک، ١٦ تله ٩٨): د غزني پوهنتون په ادبياتو پوهنځي کې د چاودنې له امله د ١٢ نجونو په ګډون ١٩ کسان ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کې چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د ١٢ نجونو په ګډون ١٩ کسان ټپيان شوي چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې دي.
نوري زياتوي چې د يادې پېښې په اړه پلټنې پيل شوې او جزئيات به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړل شي.
په ورته وخت کې د غزني ولايتي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته ١٩ ټپيان انتقال شوي دي.
ده زياته کړه چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
دغه راز د غزني پوهنتون يوه محصل رحيم الله پژواک ته وويل چې چاودنه د دري ادبياتو پوهنځي په درېيم ټولګي کې شوې ده.
ده وويل چې د ټپيانو شمېر تر شلو هم ډېر دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP