کندوز ښار (پژواک، ٢٠ تله ٩٨) : د بې پولې ډاکټرانو نړيوال سازمان وايي چې غواړي په کندوز خپل روغتیايي پرسونل زیات کړي.
د کندوز ولايت مقام له خوا د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو سازمان د پروګرامونو مشرې مېرمن پېرو، کندوز کې د دغه سازمان د پروژې مشر شاموېل او مرستیال يې وحیدالله نن له کندوز والي عبدالجبار نعیمي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې د ياد سازمان غړو له خوا ژمنه وشوه چې کندوز کې به د خپل روغتیايي خدمتونو د پراخوالي په موخه خپل صحي کارکوونکي زیات کړي.
مېرن پيرو وويل، په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان له خوا د يوه ٥٠ بستريز روغتون جوړولو چارې روانې دي، چې د دې د معلوماتو له مخې اوس مهال یې د بېړنۍ څانګې کار بشپړ شوی او په نورو څانګو هم کار روان دی.
د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وویل چې د کندوز خلک روغتیايي خدمتونو ته زیاته اړتیا لري، نو د ولایت رهبري هم د بې پولې ډاکټرانو سازمان فعالیتونه وستايل او د اړتيا په وخت کې به ورسره همکاري کوي.
هغه زياتوي: " پيل شوې جګړې روغتیايي چارې هم له خنډ سره مخ کړي، خو د کندوز محلي رهبري په ټولو صحي برخو کې د امکاناتو مطابق همکارۍ ته چمتوالي لري. "
د يادونې ده چې څو کاله مخکې پر کندوز ښار د طالبانو د بريد پر مهال د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي ځواکونو له خوا هوايي بريد شوى و، چې له امله يې خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ دغه روغتون هم له منځه تللى و.
login or register a new account.