کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٨) : پاکستان د افغان حکومت پر هغې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې چې په پېښورکې يې د افغان کونسلګرۍ د تړلو په اړه کړې وه.
د افغانستان حکومت وروسته له هغه دخيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د افغان کونسلګرۍ د تړلو پرېکړه وکړه چې پاکستانيو پوليسو په دغه ښار کې دافغانستان د ملي بانک ملکيت پر افغان مارکېټ بريد وکړ او ملي بيرغ يې ترې ښکته کړ.
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د تلې په ٢١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر يادې ځمکې يوه ځايي ملکي وګړي دعوه کړې او د پاکستان سترې محکمې د هغه په حق کې پر ېکړه کړې ده.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان حکومت دې موضوع ته بايد سياسي رنګ ورنه کړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر فيصل د افغان حکومت له خوا د پېښور کونسلګرۍ پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او هيله يې کړې چې افغان حکومت دا پرېکړه بېرته واخلي.
د افغان مارکېټ شخړه:
افغان مارکېټ د پېښور ښار جناح پارک سيمه کې موقعيت لري، دا قضيه په ١٩٨٩ کال کې هغه مهال رامنځته شوه چې يوه ځايي اوسېدونکي پر دې ځمکې د ملکيت دعوه وکړه او دا قضيه په محکمو کې روانه وه.
د افغان حکومت موقف:
په پېښورکې د افغانستان کونسل جنرال هاشم خان وړمه ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دا ځمکه د پاکستان تر جوړېدو مخکې د افغانستان ملکيت و، خو محکمې په دې اړه ناسمه پرېکړه کړې ده.
login or register a new account.