Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې موټرسایکل بم چاودنې ١٥کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ښرنه (پژواک، ٢٢ تله ٩٨): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د موټرسايکل بم چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او د لسو ملکي وګړو په ګډون ١٣ نور ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر څارمن مسعود بابکرخېل د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د مټاخان ولسوالۍ په بازار کې د موټرسايکل بم چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يو سيمه ييز پوليس او يو ماشوم وژل شوي او لس ملکي وګړي او درې سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

د وژل شوي ماشوم پلار احمدشاه پژواک ته وويل چې دوی د مټاخان ولسوالۍ په بازار کې دوه هټۍ لري.

هغه وايي: ((زوى مې په دوکان کې و، ماښام د موټرسايکل بم چاودنه وشوه، ١١ کلن زوى مې په کې مړ شو.))

دغه راز د پېښې يوه عيني شاهد نورمحمد پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د بريد اصلي موخه تر اوسه معلومه نه ده.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.