پلخمري (پژواک، ۲۳ تله ۹۸): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ جګړه کې د يوې ښځې په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بورې فابريکي د څلورم سړک سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته څو وسله والو کسانو د خلازيو کلي د ازبک باى پر کور بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((د خپلوانو په وینا یې، پېښه د ۱۸۰۰۰ افغانیو پور له امله چې دوو د تره زامنو په ایران هېواد کې ګډ کار کړی و، رامنځته شوې، خو معلومه نه ده چې برید یې د تره د زوی له خوا شوی او که نور وسله وال یې ورته لمسولي دي.))
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملکي روغتون د جراحي څانګې ډاکتر خلیل نرمګوی وايي چې له يادې پېښې د يوې مېرمنې په ګډون درې مړي او دوه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
ده وويل: ((دغه پنځه واړه د یوې کورنۍ غړي دي چې عمرونه یې له ۴۵ نه تر ۶۰ کالو اټکل شوى دى.))
نرمګوى زياته کړه چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و؛ نو ځکه د درملنې په موخه د کندوز ولايت ملکي روغتون ته انتقال کړاى شول.
په ورته وخت کې د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې دغه پېښه کې د څو زره افغانيو پور له امله رامنځته شوې ده.
ده هم وويل چې په پېښه کې د يوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP