کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٨): ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو سرتېرو په کابل ښار کې یوه ښوونځي ته نږدې هغه ماین کشف او شنډ کړی چې موخه یې د ښوونځي زده کوونکي وو.
د یاد وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي، ترهګرو نن سهار شپږ بجې د ریشخور د «علیا» لېسې ترڅنګ له لرې واټنه کنټرولېدونکی ماین ځای پر ځای کړی و.
سرچینې زیاته کړې، دغه ماین د ګارنیزیون د کومانډو ځواکونو قول اردو منسوبینو ځانګړو عملیاتو کې کشف او شنډ شو.
ملي دفاع وزارت ویلي چې دغه ماین د ریشخور د علیا لېسې زده کوونکو ته ځای پر ځای شوی و.
سرچینې ویلي: ((ترهګرې ډلې له هرې ممکنه لارې هڅه کوي چې پر افغانانو برید وکړي او هېوادوال مو پر وینو او خاورو ککړ کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ناپېژنداو وسله والو د یوه ښوونځي دیر وژلی و.
login or register a new account.