Language

اروپايي ټولنه: افغان ټاکنې د تېر په پرتله دغه ځل ښې ترسره شوې

 

کابل (پژواک، ٢٥ تله ٩٨): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړى استازى وايي، ټاکنیزو کمېسیونونو د هڅو په پایله کې د تېر په پرتله دا ځل ټاکنې ښې ترسره شوې دي.

له ارګه د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا پرون له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د ولسمشرۍ ټاکنو په بریالي ډول ترسره کېدو، د سولې پروسې او په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او ولسواکۍ په ملاتړ د اروپایي ټولنې پر رول بحث او خبرې وکړې.

رولاند کوبیا د ولسمشرۍ ټاکنو په بریا ترسره کېدو لپاره د حکومت ژمنتیا او هڅې، پر ګواښونو سربېره په ټاکنو کې د ګډون له امله د خلکو زړورتیا او همداراز د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ټاکنو امنیت تامین وستایه.

هغه وویل، د تېر په پرتله دا ځل ټاکنیزو کمېسیونونو هڅه وکړه چې ټاکنې په ښه ډول ترسره شي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د سولې په اړه وویل، دوامداره سولې ته د رسېدو لپاره د افغان دولت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په کې د ولسواکۍ ارزښتونه خوندي شي.

نوموړي څرګنده کړه، اروپایي ټولنه یو وار بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار کوي چې د سولې پروسه باید د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت وي.

رولاند کوبیا څرګنده کړه، د سولې شرایط باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدل وي او طالبان باید له افغان حکومت سره مذاکراتو ته تیار شي او دوامدارې سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لار دا ده چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او سولې ته مخه کړي او دوى د دې ډول پروسې ملاتړ کوي.

ولسمشر له افغانستانه په مختلفو برخو په ځانګړي ډول له پایدارې او باعزته سولې د اروپایي ټولنې له ملاتړه مننه وکړه.

 

login or register a new account.