Language

د غزني چارواکو د ١٥ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه

غزني ښار (پژواک، ٢٦ تله ٩٨) : د غزني ولايت چارواکو د دوو بهرنيانو په ګډون د ١٥ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د غزني د والي وياند عارف نوري د تلې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د خواجه عمري ولسوالۍ په برکات، ورسک او د ده يک ولسوالۍ په تاسنګ سيمه کې د کومانډو او د پوليسو د ځانګړې قطعې ځواکونو عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو او د توپچي بريدونو کې د دوو بهرنيانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي چې درې سرګروپان هم په کې شامل دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې څلور وسله وال ټپيان او د هغوى اته عرادې موټرسايکلونه هم  له منځه وړل شوي دي.

نوري دغه راز وويل چې تېره شپه د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملياتو کې د طالبانو د وسلو او چاودېدونکو توکو يو پټنځاى کشف او له منځه وړل شوى دى.

د والي وياند وايي، په ترسره شويو عملياتوکې امنيتي سرتېرو او ملکي کسانو ته ﺯيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.