Language

د امريکا دفاع وزير په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلى

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٨) : د امريکا ددفاع وزير مارک اسپير په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلى دى.

امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې د دفاع وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د دفاع وزير دا لومړى سفر دى.

سرچينې زياته کړې، نوموړى به په افغانستان کې د ناټو له قوماندان او نورو امريکايي قوماندانانو او سرتېرو سره وګوري.

دغه راز ټاکل شوې چې نوموړى له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان امنيتي مشرانو سره هم وګوري.

د امريکا دفاع وزير کابل ته پر لاره په الوتکه کې خبريالانو سره خبرو کې ويلي، امريکا په پلان کې لري چې د خپلو سرتېرو شمېر شاوخوا ٨٠٠٠  ته راټيټ کړي، خو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته به ادامه ورکوي.

login or register a new account.