Language

د سارک سازمان د درېيو برخو مشري افغانستان ته ورکړل شوه

د سارک سازمان د درېيو برخو مشري افغانستان ته ورکړل شوه

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٨): افغانستان د سيمه ييزو همکاريو لپاره د سوېلي اسيا هېوادونو سازمان د درېيو مهمو برخو مشري پر غاړه اخيستې ده.

په سريلانکا کې د افغانستان سفير محمد اشرف حيدري د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د دغه هېواد په پلازمېنه کولمبو کې د سارک سازمان د بېلابېلو برخو ګډه غونډه جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د رايو په اتفاق سره افغانستان ته د سارک کلتوري مرکز د مديره پلاوي، د سارک د سوداګرۍ خونې او د سارک د ښځينه سوداګرو د برخو مشري ورکړل شوه.

حيدري وويل چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خيرالدين مايل د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې د مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.

د نوموړي په وينا، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان او پاليسۍ مرستيال عبدالمقيم افغان د سارک د فرهنګي مرکز د مشر په توګه ټاکل شوى دى.

حيدري دغه راز وويل، سره له دې چې په هېواد کې تپل شوې جګړه روانه ده، خو افغانستان په سارک سازمان کې مهمې لاسته راوړنې درلودې.

افغان سفير زياته کړه، د سارک سازمان د بېلابېلو برخو مسووليتونه د دوو کلونو لپاره دي او دوى به هڅه وکړي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره ترې ښه ګټه پورته کړي.

login or register a new account.