کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٨): ملګري ملتونه وايي، پر لمونځ کوونکو وحشیانه او بېرحمه بریدونه یو جنایت دی؛ د خلکو پر عبادت ځایونو دغه ډول بریدونه جنګي جرمونه بلل کېدای شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوی (یوناما) د ننګرهار د ده بالا ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې په ورځ شوی ځانمرګی برید چې څه باندې ۱۰۰ ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، په کلکه غندي.
دغه چاودنه د تېرې جمعې په ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې په جومات کې وشوه چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې تر ٧٠ ډېر کسان وژل شوي او تر ٣٠ ډېر ټپيان دي.
په کابل کې د يوناما دفتر له خوا د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما د بشري حقونو ډلې لومړنۍ موندنې ښيي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي چې په وژل شوو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وايي: "دغه ناوړه او بې موخې برید چې ملکیان یې په نښه کړل، په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای، هغه کسان چې د دغه برید د ترسره کېدو مسوولیت ولري، باید عدالت ته راښکل شي او حساب کتاب ورسره وشي."
هغه زياته کړه، نړیوال بشردوستانه قانون پر ملکیانو او ملکي شتمنیو قصدي بریدونه منع کوي او له بریدونو د عبادت ځایونو د خاص خوندیتوب سپارښتنه کوي.
یاماموتو چې د یوناما مشر هم دی، زياته کړې: "پر لمانځه ولاړو خلکو دغه وحشیانه او بې احساسه بریدونه یو جنایت دی. د خلکو پر اجتماع او د عبادت پر ځایونو دغه ډول بریدونه جنګي جنایت بلل کېدای شي."
د ملکي وګړو خوندیتوب په اړه د یوناما وروستی خپور شوی راپور چې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې نهه میاشتې په کې ارزول شوې وې، ښيي چې ځانمرګي بریدونه او غیر ځانمرګي چاودنې په ګډه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوی عوامل دي چې په دې موده کې یې د ټولو تلفاتو ۴۲ په سلو کې رامنځته کړې.
ملګري ملتونه له ټولو افغانانو سره د یووالي په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ ته ژمنه ده، چې روانې جګړې ته پای ورکړي او حکومت ددې وړ کړي، چې له دغه ډول جنایتونو دخپلو خلکو د خوندیتوب لپاره ډیرې منابع ځانګړې کړي.
یاماموتو ويلي: "په داسې وخت کې چې افغانان ډېر یې اړینې سولې ته سترګې په لار دي، موږ باید دغه ډول بریدونو ته اجازه ورنه کړو چې د جګړې په پای ته رسولو کې دپرمختګ په برخه کې زموږ د ګډ هوډ مخه نیسي."
يوناما ويلي، په داسې حال کې چې د نړیوال بشردوستانه قانون پر اساس جوماتونه خوندي ځایونه بلل شوي دي، خو په افغانستان کې نه یوازې دغه ځایونه د بریدونو لپاره مشخص اهداف ګرځېدلي، بلکې د عبادت ځایونو په دننه کې ملکیان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ۲۰۱۸ کال کې پر عبادت ځایونو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو ترسره شوو بریدونو کې ۴۵۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۱۵۶ وژل شوي او ۲۹۷ ټپیان)، دا شمېره تقریباً د ۲۰۱۷ کال د بریدونو کچې ته نږدې ده چې هغه مهال ۴۹۹ ملکيانو ته په دې ډول ځایونو کې تلفات اوښتي وو (۲۰۲ وژل شوي او ۲۹۷ ټپیان).
login or register a new account.