Language

د امريکا د کانګريس مشره د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه

کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٨): د امريکا د کانګریس مشره مېرمن نانسي پلوسي د يوه پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته په سفر راغلې وه.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړې د امريکا د کانګريس د نهه کسيز پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته راغلې وه.

هغه زياته کړه چې دغه پلاوي پرون له ولسمشر اشرف غني سره وليدل او پر ګڼو مسايلو يې خبرې وکړې.

بلخوا د امريکا د کانګریس له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوي له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله، د امريکا د دفاع له وزير، په افغانستان کې د ناټو له قوماندانانو او يو شمېر نورو افغان او ناټو مسوولينو ليدلي دي.

د کانګريس مشرې مېرمن نانسي پلوسي ويلي چې په کابل کې د امريکا سفير جان باس له طالبانو سره چې د روان تاوتريخوالي مسوولين دي، د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل.

هغې زياته کړې چې د امريکا سفير ورته د افغان ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هم معلومات ورکړل چې تر اوسه يې پايلې ځنډېدلې دي.

مېرمن نانسي پلوسي ويلي چې له افغان چارواکو سره يې په ليدنو کې پر امنيت او سولې د خبرو اترو ترڅنګ د فساد پر ضد پر مبارزې ټينګار وکړ.

login or register a new account.