کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۸): ولسي جرګې په غور ولایت کې د مرغاب په نوم د ولسوالۍ رامنځته کېدو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تصویب کړ.
د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون رییس فدامحمد الفت صالح د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د یاد فرمان په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکړل او ویې ویل، دغه فرمان د سیمې د خلکو د غوښتنې پر اساس صادر شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دغه اداري واحد کې د غور د مرکز ۳۲ کلي شامل دي او په یادو کلیو کې شاوخوا ۱۹زره کسان ژوند کوي.
صالح وویل، د شورابک سیمه د دې ولسوالۍ مرکز په توګه په پام کې نیول شوې ده.
هغه زیاته کړه، د جرګې ټول دایمي کمېسیونونه د دې ولسوالۍ له جوړېدو سره موافق دي او اړوند حکومتي ادارې لکه د مرکزي احصايي ادارې هم په دې اړه مثبت نظر ورکړی دی.
په ورته وخت کې موضوع رایو ورکونې ته وړاندې شوه او د جرګې له ۱۲۶ حاضرو غړو ۱۲۴ کسانو د یاد فرمان تصویب ته مثبت رایه ورکړه.
دغه ولایت له دې مخکې د مرکز (فېروزکوه) سربېره لس ولسوالۍ لرلې.
login or register a new account.