Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ کې د پاسپورټ لپاره په انلاين بڼه د فورم ډکولو پروسه پيل شوه

مزارشريف (پژواک، ۲۹ تله ۹۸): په بلخ ولايت کې د پاسپورټ اخيستو لپاره د فورم ډکولو په انلاین بڼه ازمایښتي پروسه پيل شوه.

د بلخ پاسپورټ مدير احمدالله حاجي زاده د تلې په ۲۹مه په مزارشريف ښار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې نن يې د پاسپورټ اخيستو لپاره د متقاضيانو له خوا د فورم ډکولو امتحاني لړۍ پيل کړه.

نوموړى وايي چې شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته به په رسمي ډول د انلاين فورم ډکولو لړۍ پيل کړي.

هغه زياته کړه چې په انلاين بڼه د فورم ډکولو له امله به خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي او پاسپورټ اخیستونکي به ډېر په تمه هم نه پاتې کېږی.

نوموړي وويل چې د يادې پروسې په بريا سره به د پاسپورټ اخيستو پر مهال د ممکنه مالي فساد او رشوت مخنيوی هم وشي.

د بلخ د پاسپورټ مدير وويل چې په دغه ولايت کې د پاسپورټ اخيستو لپاره د خلکو تقاضا هم زياته شوې ده.

هغه زياتوي: ((تېر کال دا وخت په شپږو مياشتو کې شاوخوا شپږ زره کسانو په بلخ کې پاسپورټونه اخيستي وو، خو سږ کال په ۵۷ ورځو کې نږدې ۹زره کسانو پاسپورټونه اخيستي دي.

نوموړي وويل چې په بلخ کې په وروستيو اوونيو کې هره ورځ نږدې پنځه سوه کسان د پاسپورټ اخيستو لپاره دغې ادارې ته مراجعه کوي.

حاجي زاده دغه راز زياته کړه چې د پاسپورټ اخیستونکي بايد خپلې چارې د کمېشنکارانو پر ځای خپله پر مخ بوځي.

په ورته مهال په مزارشريف کې د پاسپورڼ يو شمېر اخيستونکي هم خوښ دي چې په ياده اداره کې ورځ تر بلې اسانتياوې رامنځته کېږي.

د مزارشريف اوسېدونکی عبدالمالک چې پنځه کاله وړاندې يې پاسپورټ اخيستی و، اوس يې بيا دغې ادارې ته مراجعه کړې څو خپل پاسپورت نوی کړي.

نوموړی وايي چې په درې ورځو کې يې ټول کارونه خلاص شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.