Language

په غزني ښار کې دوه کسان وژل شوي

غزني ښار (پژواک ٣٠ تله ٩٨): د غزني مسوولين وايي چې په غزني ښار کې نن یو کس په ډزو وژل شوى او بل حلال شوى دى.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روړف په نوم یو کس چې غریبکاره و، طالبانو د غزني ښار قلعه قاضي سیمې ته ور غوښتی و، وروسته یې ډزې ورباندې کړي او وژلی یې دى.

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د والي وياند دغه راز زياتوي چې نن مازیګر یو بل کس چې د غزني د قره باغ ولسوالۍ و، د غزني ښار د توحید اباد په سیمه کې حلال شوى دى.

ده زياته کړه، په دې اړه څېړنې روانې دي.

پرون هم د څارنوالۍ اجرایوي مدير قوماندانۍ ته په څو مترۍ کې ووژل شو او همداراز د جغتو ولسوالۍ یو پخوانی جهادې قوماندان هم په یاده ولسوالۍ کې ووژل شو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.