غزني ښار (پژواک، ٣٠ تله ٩٨): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د دغه ولايت د څارنوالۍ اجراييه مدير پر ډزو وژلى دى.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو د دغه ولايت د څارنوالۍ اجراييه مدير څارنوال مجتبى حنفي پر ډزو وژلى دى.
هغه وايي: ((دغه پېښه د دويمې حوزې په مربوطاتو کې شوې، حنفي له کار نه کورته روان و چې ډزې پرې شوي او وژل شوى دى.))
د نوري په وينا، د دغې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د دغه څارنوال يوه خپل محمد کاظم پژواک ته وويل چې موټر سايکل سپرو په بې غږه تومانچه مجتبى حنفي وژلى دى.
هغه وايي چې مجتبى له هېچا سره دښمني نه درلوده.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني په جغتو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو يو قومي مشر وژلى دى.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي چې طالبانو پرون مازيګر د جغتو ولسوالۍ په احمدا کلي کې پخوانى جهادي قوماندان او قومي مشر جعفري وژلى دى.
هغه وايي: ((جعفري کومه دنده نه درلوده اوس مهال په کرنه او د قومي شخړو په حل بوخت و، خو طالبانو بېګاه وژلى دى.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP