کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېـټه ٩٨): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ميرويس ناب د امريکا او اروپايي اتحاديې له ځانګړو استازو سره د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
دا په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له درېدو وروسته د افغان حکومت او د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ رسمي اړيکه ده.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د يوه ټويټ په کولو سره يادې خبرې اترې په کابل کې له يوه ځانمرګي بريد وروسته وځنډولې.
په دغه ځانمرګي بريد کې د يوه امريکايي په ګډون دوه د ناټو سرتېري او ١٠ افغانان ووژل شول.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په اقتصادي چارو کې مرستيال وزير ميرويس ناب په بروکسل کې له زلمي خليلزاد سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغان سولې په تړاو پر ګډو هڅو او د افغانستان په مالکيت او مشرۍ د سولې پر پروسې بحث او خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو موافقه وکړه چې د سولې لپاره به د سيمه ييز او نړيوالې اجماع رامنځته کولو لپاره ګډ کار کوي.
د يو بل خبر له مخې، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په بروکسل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رونالډ کوبيا سره هم ليدلي دي.
په يوه جلا خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې ميرويس ناب په ډاګه کړه چې سوله د افغانستان د حکومت په لومړيتوبونو کې ده او په دې برخه کې د اجماع رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو موافقه وکړه چې د افغانانو په مالکيت او مشرۍ د سولې پروسې د پرمختګ لپاره په ګډه هڅې کوي.
بلخوا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ميرويس ناب په ټويټر کې ليکلي چې په بروکسل کې يې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ناسته کې ګډون کړى دى.
login or register a new account.