Language

امريکا او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو او اوربند غوښتنه وکړه

 

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٨): د امريکا، اروپايي هېوادونو او ملګرو ملتونو د ځانګړو استازو په غونډه کې د افغانستان د رښتينې سولې لپاره د تاوتريخوالي کمولو او اوربند غوښتنه وشوه.

دغه څرګندونې په هغې ګډه اعلاميه کې شوې چې د افغانستان د سولې په تړاو د امريکا، ملګرو ملتونو او د يو شمېر اروپايي هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ له ګډې غونډې وروسته خپره شوې ده.

په دې غونډه کې چې په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې په مقر کې جوړه شوې وه، په اقتصادي چارو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ميرويس ناب هم ګډون کړى و.

په اعلاميه کې راغلي، د غونډې ټول ګډونوال د افغانستان حاکميت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتيا ته په درناوي د افغانستان د سولې پروسې پر  وروستيو اړخونو سلا مشورې او پر هغو لارو چارو خبرې وکړې چې څه ډول افغانان يوې دوامدارې سولې ته ورسېږي.

د دې غونډې په پاى کې ١٧ماده ييز پرېکړه ليک هم خپور شوى چې په کې راغلي،  د دوامداره سولې او جګړې پاى ته رسولو لپاره د افغانانو پراخ او ریښتینې غوښتنه پر ځاى او ومنل شوه.

په پرېکړه ليک کې زياته شوې، په دې ناسته کې د افغانستان وروستي حالات و اروزول شول او په ډاګه شوه چې دوامداره سوله د سياسي مذاکراتو له لارې راتلاى شي.

سرچينې زياته کړې، ژمنه وشوه چې د يوې پراخ بنسټې او دوامدارې سولې لپاره به د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، طالبان ، نورو سياسي ډلو او مدني ټولنې سره له نږدې او په ګډه کار کوي.

په پرېکړه ليک کې راغلي، د غونډې ګډونوالو له ټولو افغان لورو وغوښتل چې د تاوتريخوالي کمولو او د ملکي تلفاتو د کچې ټيټولو لپاره بېړني او اړين اقدامات وکړي، څو د سولې لپاره شرايط برابر شي.

په دې ناسته کې د افغانستان د راىې ورکوونکو، ناظرينو، امنيتي ځواکونو او د ټاکنيزو کمېسيونونو ستاينه شوې چې له سختو امنيتي ننګونو سره سره يې د افغان ولسمشرۍ ټاکنې په ښه توګه ترسره کړې.

په دې ناسته کې د افغان سولې لپاره د ټولو نړيوالو هڅو ملاتړ او د تېرو ١٨ کلنو لاسته راوړنو د ساتلو ملاتړ شوى دی.

په پرېکړه ليک کې راغلي، راتلونکي بين الافغاني ناستې بايد  پراخ بنسـټې او ټول شموله وي چې د ټولو افغانانو استازيتوب په کې شوى وي.

login or register a new account.