Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې دوه پروژې بشپړې شوې

ښرنه (پژواک، ٢ لړم ٩٨) : د پکتيکا ولايت د کار او ټولنیزو چارو رياست او د ماشومانو د اصلاح او روزنې ودانۍ د ۶۳ میلیونه افغاینو په مالي لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس وحیدالله صافي د لړم په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ودانۍ په درې پوړونو کې جوړه شوې چې د ګڼو اسانتياوو لرونکې ده.

هغه زیاته کړه، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به یې په اداري برخه کې د ځای د نه شتون ستونزه هواره شي او کارونه به یې ورسره منظم او چټک شي.

د یاد ریاست یو تن کار کوونکي نقیب الله وویل چې له دې وړاندې یې د اداري چارو د پر مخ وړلو لپاره ځای نه درلود، چې له امله یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ و، خو له دې وروسته به يې کارونه ښه شي.

دغه راز د ماشومانو د اصلاح او روزنې یوه بله ودانۍ چې کارونه یې یونیم کال وړاندې پیل شوي و، هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیکا ولایت د عدلیې رییس محمد ګل عالم پژواک ته وویل، یاده ودانۍ چې مالي لګښت یې د نړیوال بانک له لوري ورکړل شوی، رغنیزې چارې یې د عدلیې وزارت له لوري بشپړې شوې دي .

نوموړی زیاتوي، یاده ودانۍ په درېیو پوړونو کې جوړه شوې، چې د ماشومانو د روزلو او ساتلو په برخه کې ګڼ شمېر اسانتياوې لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.