Language

د تخار درقد ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو نیولې ده

تالقان (پژواک، ۳ لړم ۹۸): په تخار کې سیمه ییز مسوولین ووايي چې د دغه ولایت درقد ولسوالۍ د طالبانو له خوا له نیول کېدو درې میاشتې وروسته بېرته دولتي ځواکونو نیولې ده.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د لړم په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ځواکونو تېره شپه د درقد پر ولسوالۍ عملیات کړي او بالاخره نن سهار پنخه بجې یې وکولای شول د یادې ولسوالۍ مرکز بېرته په خپل کنټرول کې راولي.

اسیر د دې په ویلو سره چې دا ولسوالۍ درې میاشتې مخکې د حکومت له کنټروله وتلې وه، زیاته کړه چې طالبان مجبور شول د ولسوالۍ له مرکزه د ځنګله لور (د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله) ته وتښتي.

سرچینه وايي چې امنیتي ځواکونه دمګړۍ په هڅه کې دي څو د عملیاتو په پراخولو سره نورې سیمې هم له طالبانو ونیسي او کور په کور تلاشي پیل کړي.

په ورته وخت کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند حاجي جمال پژواک ته وویل چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د درقد ولسوالۍ ټول دولتي تاسیسات د دښمن له کنټروله ایستل شوي دي.

هغه وویل چې په دغو عملیاتو کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او زیاتوي چې د دښمني ځیني مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

سربېره پر دې هغه وویل جې د مخالفینو څو واسطې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

له بلې خوا د ۲۱۷ پامیر قول اردو پژواک ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د تخار درقد ولسوالۍ نن سهار شاوخوا پنځه بجې د عملیاتي ګډو قطعو او ځانګړو ځواکونو په یرغلیزو عملیاتو او هوايي بریدونو سره تصفیه او پاکه شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې تر ۶۰ ډېر طالبان وژل شوي او د هغوی څو رینجر موټر او ټانکونه ویجاړ شوي او ۱۲ میله بېلابېل ډول وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.  

سرچینې زیاته کړې چې په دغو عملیاتو کې د کومانډو ځواکونو په ګډون ملي اردو، پولیس او د هېواد هوايي ځواکونو په ګډه له دوو ورځو راهیسې خپل چاڼیز عملیات د درقد له اسلام اباد کلي پیل کړي وو چې نن یاده ولسوالۍ پاکه شوه.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د درقد جګړه تاییدوي خو د دولتي ځواکونو له خوا د هغې نیول یې رد کړي دي.

مجاهد وايي چې ولسوالۍ اوس هم د دوی په کنټرول کې ده.

login or register a new account.

Related Topics