کابل (پژواک، ۳ لړم ۹۸) : د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي د سازمان ددفاع وزیرانو افغانستان خپلو مرستو او همکاریو ژمنه تازه کړه او ډاډ یې ورکړ چې داعش به اجازه ورنه کړی چې په افغانستان کې خلافت جوړ کړي.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې ددغه سازمان ددفاع وزیرانو د غونډې په دویمه ورځ د افغانستان په اړه د ځانګړې ناستې په پای کې دیوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
د افغانستان په اړه په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر او د ځواکونو عمومي قوماندان هم ګډون کړي وو.
د ناټوسرمنشي وویل، چې په دې ناسته کې د ناټو ددفاع وزیرانو ترڅنګ د غوڅ ملاتړ ماموریت اړونده د متحدو هیوادونو استازو هم برخه اخیستې وه.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن دي او د افغان ملي دفاعي ځواکونو روزنې او همکارۍ ته به ادامه ورکوي.
د هغه په وینا، د ناټو مرستې سره به افغان ځواکونه وکولی شي پخپل هیواد کې له نړیوالو ترهګرو سره مقابله او د سولې لپاره شرایط برابر کړي.
ده زیاته کړه چې په دې ناسته کې د افغان ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هم بحثونه وشول او ددې ټاکنو دامنیت په ټینګولو کې دافغان ځواکونو ستاینه وشوه.
د ناټو سرمنشي وویل چې د ټاکنو ټول ذیدخله اړخونه باید انتظار اوباسي چې دټآکنو کمیسیون پایلې اعلان کړي.
سټولټنبرګ وایي چې په دې ناسته کې پر افغان سولې پروسې هم خبرې وشوې ، پخوا یې هم ددې پروسې ملاتړ کړی او اوس هم د سولې د خبرو د پیاپیلیدو ملاتړ کوي.
خو هغه زیاته کړه چې طالبان باید د سولې لپاره ریښتینې ژمنتیا وښیي .
د ناټو سرمنشي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل په افغانستان کې ددوی ماموریت دې لپاره هم دی چې د خپلو هیوادونو او ولسونوامنیت خوندي کړي.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو په سوریه او عراق کې داعش ته ماتې ورکړې او نه غواړي چې داعش په افغانستان کې خلافت رامنځته کړي.
login or register a new account.