Language

خالد: ناټوافغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو پرېکړه نه ده کړې

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٨) :  د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد وايي چې د ناټو د دفاع وزيرانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي دغه څرګندونې پرون ناوخته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د دفاع وزيرانو تر غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

هغه زياته کړه  چې د ناټو د سرمنشي په ګډون ټولو غړو هېوادونو له افغانستان او امنيتي ځواکونو سره د خپلو مرستو او همکاريو ژمنه تکرار کړه.

خالد وايي چې دغه  راز ټولو ګډونوالو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د لاسته راوړنو او مسلکيتوب ستاينه وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزير وويل چې په دې غونډه کې د ناټو سازمان ددفاع وزيرانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو په اړه هېڅ پرېکړه ونه کړه او  افغان ځواکونو سره يې پر دوامدارې مرستې او همکارۍ ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د سولې يوې هوکړې ته تر رسېدو پورې به افغان ملي دفاعي ځواکونه په ټول هېواد کې د طالبانو پر ضد خپلو عملياتو ته ادامه ورکوي.

اسدالله خالد دغه راز ويلي چې د سياسي او قومي مصلحتونو پر اساس ټاکنو د امنيتي ځواکونو پر فعال You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.