کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٨) : د امريکا د دفاع وزير مارک اسپير وايي چې غواړې په افغانستان کې دوامداره ځواک ولري.
د امريکا د دفاع وزير دغه څرګندونې په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزيرانو تر دورځنۍ غونډې وروسته په يوه خبري غونډه کې وکړې.
ددې غونډې په دويمه ورځ د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته هم وشوه چې په کې د افغانستان د ملي دفاع وزير اسدالله خالد هم ګډون کړى و.
د امريکا ددفاع وزير وويل، د ناټو سازمان ددفاع وزيران او متحدين يې ژمن دي چې داعش ډلې ته په هره سيمه کې ماتې ورکړي او ډاډه شي چې هغوى بيا سر پورته نه کړي.
مارک اسپير زياته کړه چې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت په ښه توګه پرمخ ځي او د افغان ملي دفاعي ځواکونو وړتياوې يې زياتې کړې دي.
هغه وويل چې افغانستان ته يې د خپل سفر او هلته د حالاتو په اړه يې د ناټو د غونډې ګډونوالو سره معلومات شريک کړل .
د امريکا دفاع وزير وايي، ناټو په افغانستان کې خپل ماموريت ژمن ته دى څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي .
ده زياته کړه چې ټول ګډونوال پر دې هم موافق وو چې د افغانستان شخړه د يوه سياسي جوړ جاړي له لارې هواره شي.
مارک اسپير وايي، د امريکا هدف دادى چې په افغانستان کې دوامداره ځواک ولري، څو هلته د روان ماموريت اړتياوې پوره کړي.
هغه زياتوي : (( امريکا له خپلو متحدينو او د افغانستان حکومت سره په دې اړه خپلو سلا مشورو ته ادامه ورکوي.))
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د سولې د خبرو اترو لپاره د تاوتريخوالي کمول اړين دي څو يوې هوکړې ته سره ورسېـږي.
login or register a new account.