Language

د مسکو ناسته کې دامريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر بيا پيلېدو ټينګار وشو

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٨) : د مسکو د ناستې ګډونوالو د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پر بيا پيلېدو د ټينګار ترڅنګ د تاوتريخوالي کمولو او بنديانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

په دغه څلور اړخيزه ناسته کې چې پرون په مسکو کې ترسره شوه، د امريکا، چين، روسيې او پاکستان استازو ګډون کړى وو.

په دې ناسته کې دافغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د افغانستان او لوېديځې اسيا لپاره دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محمد اعجاز، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ايګور مورګولوف او ځانګړي استازي ضمير کابلوف او د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي دينګ زيجون برخه اخيستې وه.

تر يادې ناسته وروسته د ګډونوالو له خوا يو پنځلس ماده ييز پرېکړه ليک هم خپور شو، په دې پرېکړه ليک کې راغلي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګېدو يواځينۍ لار خبرې او مذاکرات دي.

دغه راز په دې پرېکړه کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر يو ځل بيا پيلېدو ټينګار شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې سره بين  الافغاني مذاکراتو ته لاره هوارېږي .

دغه راز په پرېکړه ليک کې راغلي چې د خبرو اترو لپاره د ښې فضا رامنځته کولو په موخه بايد د جګړې ښکېلې خواوې تاوتريخوالى کم او د بين الافغاني مذاکراتو په جريان کې اور بند وکړي.

د مسکو د ناستې ګډونوالو دغه راز له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د بين الافغاني مذاکراتو له پيلېدو سره سم دې بنديان خوشې کړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې د سولې په تړون کې بايد د لږکيو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي پاتې شي.

سرچينې له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې القاعدې، داعش، د ازبکستان اسلامي حرکت او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

په پرېکړه ليک کې د چين د هغو هڅو ستاينه او هرکلى شوى چې غواړي په نږدې راتلونکي کې د افغان سولې په تړاو بين الافغاني ناسته جوړه کړي.

login or register a new account.