کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٨) : باوري سرچينې وايي چې په چين کې کېدونکې بين الافغاني ناسته ښايي د څو ورځو لپاره وځنډيږي.
تر دې مخکې ځينو سرچينو ويلي وو چې دا ناسته ټاکل شوې ددې اوونۍ په اوږدو کې د لړم په پنځمه او شپږمه ( د اکتوبر په ٢٧مه او ٢٨ مه ) ترسره شي.
خو ځينو امريکايي رسنيو د باوري سرچينو په حواله خبر ورکړى چې ممکن دا ناسته د څو ورځو لپاره و ځنډېږي.
په کابل کې يوې باوري دولتي سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله چې کېداى شي دا ناسته له ټاکل شوې نېټې څو ورځې وروسته ترسره شي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل وايي چې دا ناسته چين تنظيم کړې او هغوى به يې د ځنډېدو په اړه اعلان وکړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د افغانستان حکومت به په يوه مناسب وخت کې د چين په بين الافغاني ناسته کې د ګډون کوونکو کسانو خپل لېست اعلان کړي.
بلخواد سولې په چارو کې ددولت وزارت تر دې مخکې ويلي و چې په چين کې د بين الافغاني ناستې پر جزيياتو خبرې روانې دي او په هغه صورت کې چې د منلو وړ معيارونه يې په پام کې نيولي وي، په کې به د ګډون په اړه پرېکړه وشي.
سرچينې زياته کړې وه، دغه وزارت د يو اصل په توګه د افغانانو ترمنځ د هر ډول ډيالوګ هرکلی کوي، خو په دې تمه چې د سولې په پروسه کې يو ګام مخکې ولاړ شي.
سرچينې وايي چې ا فغان حکومت د دوو اوونيو لپاره ددې ناستې د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د چين استازي تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشرانو سره هم ليدلي او طالبانو د چين په ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې ده.
ويل کېږي چې په دې ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار، د جمعيت اسلامي غړو عطاءمحمد نور، اسماعيل خان په ګډون يو شمېر افغان سياسيونو ته بلنه ورکړل شوې ده.
login or register a new account.