Language

زلمی خلیلزاد د سولې د هڅو په لړ کې یو ځل بیا کابل ته راغلی

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د خپلو تازه هڅو په لړ کې يو ځل بيا کابل ته راغلى دى.

د ملي اسلامي محاذ ګوند په ټويټرپاڼه کې ليکل شوي چې زلمي خليلزاد تېره شپه د دغه ګوند له مشر پير سيد حامد ګيلاني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پروسې پر وروستيو هڅو خبرې کړې دي.

يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې زلمى خليلزاد نن له اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله او د جمعيت اسلامي ګوند له مشر صلاح الدين رباني سره په ګډه وګوري.

يادې سرچينې زياته کړه چې غرمه به خليلزاد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځينو نورو سياسي مشرانو سره هم ناسته ولري.

د سولې روانه پروسه چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د امريکا د ولسمشر ټرمپ د ټويټ او افغان ټاکنو له امله ځنډېدلې وه، اوس يې هڅې يو ځل بيا پيل شوې دي.

خليلزاد کابل ته تر راتلو مخکې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو په څلور اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

له هغه مخکې يې په بروکسل کې د ناټو او اروپايي اتحاديې له مشرانو سره پر افغان سولې سلا مشورې کړې دي.

login or register a new account.