کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۸): مشرانو جرګه د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د عليپور د شخصي زندان د لرلو او د نوموړي د فعالیتونو څېړنه کوي.
عبدالغني عليپور چې د نامسوولو وسله والو په درلودو، په لارو د باج اخیستو او خلکو پر ځورونه تورن دی تېر کال د لیندۍ په څلورمه په کابل کې امنیتي سرتېرو ونیو خو دوې ورځې وروسته ځینو کسانو د نوموړي په ملاتړ له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د یادو لاریونونو په ترڅ کې په کابل ښار کې ۴۸ پولیس ټپیان او د ملي اردو د جلب او جذب د درېیو مرکزونو په ګډون ۹ امنیتي پوستې تخریب او وسوزل شوې.
خو وروسته عليپور د لیندۍ په پنځمه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشی شو او ژمنه یې وکړه چې وسلې به یې ثبتوي او دولت ته به یې سپاري، د اړتیا پر مهال به د دولت په چوکاټ کې کار کوي او هرکله چې امنیتي سرتېري وغواړي ځواب ته یې حاضر دی.
هغه مهال د عليپور پر خوشي کېدو د ملي شورا یو شمېر غړو تند غبرګونونه ښکاره کړل.
په مشرانو جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي حسیب الله کلیمزي د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې له جزیاتو پرته تور پورې کړ چې ایران د علي پور ملاتړ کوي او ویې ویل، نوموړی د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې شخصي زندان لري او د میدان وردګو ولایت څو اوسېدونکي یې په کې بندیان کړي دي.
د ده په خبره، علیپور چې د تلې د شپږمې په ټاکنو کې یې له دولت ساز ټېم ملاتړ کړی د خلکو ځورونو ته دوام ورکوي او حکومت یې هم پر وړاندې چپ پاتې دی.
هغه زیاته کړه: ((که حکومت اقدام ونه کړي د سیمې خلک به له ځانه دفاع وکړي، هره ورځ لسګونه هزارګان د میدان وردګو له لارې تېرېږي او خلک مجبور دي چې پر وړاندې یې بالمثل عمل وکړي.))
کلیمزي ادعا وکړه چې عليپور یو شمېر کسان له موټره ښکته کړي او وژلي دي.
نوموړي زیاته کړه، د میدان وردګو اوسېدونکي له عليپور څخه په تنګ شوي؛ ځکه خلک نور د خپلو اولادونو د له لاسه ورکولو زغم نه لري.
خو په مشرانو جرګه کې د بامیانو د خلکو استازي محمد اکبري د کلیمزي له نوم اخیستو پرته وویل: ((څلوېښت کلنه جګړه ددې لامل شوې چې خپل سرې ډلې راپورته او ستونزې جوړې کړي، حکومت یې باید د خپل سریو مخه ونیسي، خو د خلکو استازي باید په ملي شورا کې له اسنادو پرته داخلي مسالې پر بهرنیو هېوادونو پورې ونه تړي.))
هغه زیاته کړه، هر څوک چې جنایت کوي مجرم دی او عمل یې باید په قوم پورې ونه تړل شي.
د اکبري په خبره، جرم یو فردي عمل دی او د یوه کس عمل باید په هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ د اختلاف لامل نه شي.
login or register a new account.