کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٨): په کابل کې د پاکستان سفير وايي، دوى دا غواړي چې افغانان خپله د سولې لپاره کار وکړي او د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي.
د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان دغه څرګندونې تېره ورځ ناخته په خپل سفارت کې د کشميريانو په ملاتړ له يوې غونډې وروسته خبريالانو ته وکړې.
په دې غونډه کې چې د افغانستان يو شمېر سياسي مشران او د ملي شورا غړو هم ګډون کړی و. له دې غونډې سره هم مهاله د پاکستان سفارت مخې ته لسګونو کسانو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او د دغه هېواد پر ضد يې شعارونه ورکول.
لاريون کوونکو پاکستان د افغانستان په چارو کې پر لاسوهنې او د طالبانو پر ملاتړ تورن کړ.
د پاکستان سفير ادعا وکړه چې دغه لاريون د ځينو کړيو له خوا قصداً د کشميريانو په ملاتړ د جوړې شوې غونډې د ګډوډولو په موخه په لاره اچول شوى و.
زاهد نصرالله خان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د کشمير موضوع له افغانستان او سولې پروسې سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه زياته کړه، د کشمير موضوع له تېرو شاوخوا اويا کلونو راهیسې روانه ده چې لا د وخت شوروي اتحاد هم افغانستان ته نه و راغلى.
دا په داسې حال کې ده چې په امريکا کې د پاکستان پخواني سفير پخوا ويلي وو چې د کشمير موضوع د افغانستان د سولې له پروسې سره تړاو لري.
خو د پاکستان سفير وايي، څوک چې د کشمير مسئله له افغانستان سره تړي، هغوى په غلطه دي.
زاهد نصرالله خان د ويزې د ستونزو او د خلکو د شکايتونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوى په تېرو نهو مياشتو کې ٤٥٠ زره ويزې افغانانو ته ورکړې دي.
هغه زياته کړه، بل هېڅ هېواد او د افغانستان ګاونډي هېوادونه دومره ويزې افغانانو ته نه ورکوي.
د پاکستان سفير وايي چې په سفارت کې دننه د ويزې په برخو کې هېڅ ډول فساد نشته، دا ټولې ستونزې له سفارت څخه بهر دي.
login or register a new account.