ګردېز (پژواک، ٦ لړم ٩٨): د پکتیا د مرکز ګردېز ښاریان د برېښنا د وېش چارو له ټکني والي شکایت کوي او وايي چې ګردېز ته له شاوخوا دوو کلونو راهيسې وارداتي برېښنا رسېدلې خو ټاکل شوو نيمايي کورونو ته لا هم برېښنا نه ده ورکړل شوې.
ګردېز ته د وارداتي برېښنا رسولو تړون د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۲۸مه نېټه په شاوخوا ۲۲ ميليونه ډالرو شوی چې د اسيا پراختيايي بانک له خوا ورکول کېږي او له مخې يې بايد د ۲۰۱۹ کال تر وروستیو د ګردېز پنځلس زره کورونو ته برېښنا ورکړل شي، خو د دې نېټې پای ته يوازې دوه میاشتې پاتې دي او د برېښنا رياست په خبره، تر اوسه يوازې ۷۰۰۰ کورونو ته برېښنا ورکړل شوې ده.
د ګردېز اړوند د باغکها سيمې د ځوانانو ټولنې مشر اقبال هېواد وايي چې د يادې سيمې په څېر ډېرو نږدې ځايونو ته هم لا برېښنا نه ده ورکړل شوې.
هېواد پژواک ته وويل: ((له څه کم دوو کلونو راهيسې له موږ سره ژمنه کېږي چې په دې يا بله هفته يا بله مياشت کې به کار شروع کوو. دوه اوونۍ وړاندې يې يو ټېم راغلی و او ويل يې چې د پايو نصبولو لپاره نشاني کوو، خو تر اوسه يې هېڅ څرک نه ليدل کېږي.))
دغه راز د ګردېز ښار بل اوسېدونکى نيازالله احمدزی وايي چې ترکمنستان، افغانستان ته د ورکړل شوې برېښنا په بدل کې پيسې اخلي، خو دلته کورونو ته د برېښنا نه رسېدو له امله د لګښت بِل نشته چې په خبره يې د هېواد اقتصاد ته زيان دی.
احمدزي زياته کړه: ((دوی وايي چې ۷۰۰۰ کورونو ته برق ورکړل شوی، خو تر اوسه ۲۰۰۰ کورونو ته هم نه دی ورکړل شوی. چارې يې ډېرې سـستې او ټکنۍ دي، موږ له برق رياست نه جدي غوښتنه کوو چې دا کارونه چټک کړي او په معین وخت کې خلکو ته برق ورکړي.))
د ګردېز د نيستي کوټ اوسېدونکی سليمان وايي چې د برېښنا لویو پايو ته د سيمې خلکو ځمکه ورکړې، کوچنۍ پايې هم نصب شوې دي خو د مزو غځولو او برېښنا د وېش کار يې لا نه دى پيل شوى.
ده وويل: ((موږ سخت شکايت کوو، دوه کاله مخکې چې غټې پايې لګېدې، دوی ويل چې شپږ مياشتو کې برق تکميلوو، خو په يو کال کې ايله وړې پايې راغلې، خو لا هم مزي او برق نشته چې رياست ته ورځو، يوه هفته او بله هفته وعده کوي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغه راز د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار هم د اړتيا پر اساس په ټاکل شوي وخت کې په منظم ډول د برېښنا پر نه وېش اندېښمن دی او وايي چې د پکتيا صنعتي پارک د وېشل کېدو په درشل کې دی، خو د برېښنا رياست لا هم دې مهمې سوداګريزې ساحې ته د برېښنا رسولو پلان نه لري.
عالم يار زياته کړه: ((دلته اتيا فابريکې په رهايشي ساحو کې دي چې تر ټولو لويه ستونزه يې د برق نه شتون دی او نه ورته رسېدل يې هغوی له رکود سره مواجه کوي؛ همدارنګه زموږ لپاره اساسي موضوع د صنعتي پارک ده چې د وېشل کېدو په درشل کې دی او له وېش سره سم موږ هلته کار شروع کوو او پانګه وال پانګونې ته هڅوو، برېښنا شرکت بايد د بريښنا د ورکړې لپاره ټولې امادګيانې ولري.))
بل لور ته د پکتيا د برېښنا شرکت مشر انجنير نصرت الله مدتزی د خلکو نیوکې پر ځای بولي او وايي چې د قراردادي شرکت له خوا د اړينو توکو نه رسېدو له امله د برېښنا د وېش چارې ټکنۍ او په دې وروستيو کې درېدلې دي.
login or register a new account.