کابل (پژواک، ٧ لړم ٩٨) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.
خليلزاد چې څو ورځې مخکې کابل ته راغلى و، له افغان سياستوالو سره له خبرو اترو وروسته پرون اسلام اباد ته تللى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لړم په ٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد تېر ماښام له لومړي وزير عمران خان سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې، عمران خان په دې ليدنه کې يو ځل بيا له افغان سولې او ملي پخلاينې سره د خپل هېواد پر دوامداره او له اخلاصه ډکه همکاري او ملاتړ ټینګار کړی دی.
دغه راز عمران خان د افغان سولې پر وړاندې د شته ستونزو پر ژر هواري او د افغان شخړې پر سياسي جوړ جاړي ټينګار کړى دى.
هغه د افغان شخړې له ټولو لورو غوښتنه کړې چې د تاوتريخوالي کمولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
د پاکستان لومړي وزير عمران دغه راز ټينګار کړى چې د افغان سولې لپاره روانو هلو ځلو ته د ستونزو راپيدا کولو مخه بايد ونيول شي.
نوموړي ژمنه کړې چې پاکستان د يوه مخلص اسانتيا برابروونکي هېواد په توګه ژمن دى چې د ګډو مسووليتونو له مخې د افغان سولې لپاره کار وکړي.
هغه ويلي، دوامداره سوله او ثبات په افغانستان او سيمه کې د اوږودمهاله اقتصادي پرمختګونو لامل ګرځي او دا د پاکستان ملي ګټې هم دي.
د يادونې ده، په تېره يوه مياشت کې دغه دويم ځل دى چې زلمى خليلزاد اسلام اباد ته سفر کوي.
تېره مياشت نوموړي پاکستان ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د ليدنو کتنو ترڅنګ د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره هم ليدلي وو.
خو سرچينې وايي چې دا ليدنې د سولې لپاره نه، بلکې د امريکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کولو لپاره شوې وې، خو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.
login or register a new account.