Language

کندهار کې لاریون کوونکو کرکټ بورډ په توپیري چلند او تعصب تورن کړ

کندهار (پژواک، ۷ لړم ۹۸): په کندهار کې یو شمېر مدني فعالانو او د کرکټ لوبغاړو احتجاجي غونډه او لاریون وکړ او د کرکټ بورډ مرکزي اداره یې د سوېلي زون له لوبغاړو سره په توپیري چلند تورنه کړه.

لاریون کوونکو د «موږ عدالت غواړو»، «مرګ پر تعصب کوونکو»، «موږ د منیر کاکړ حق غواړو» شعارونه له ځانونو سره لېږدول.

مدني فعال او د لاریون یوه تنظیموونکي حکمت الله صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرکټ بورډ مرکزي اداره له کلونو راهیسې له سوېلي زون سره توپیري او تعصبي چلند کوي.

هغه دغه راز تور پورې کړ چې دغه اداره په فساد کې هم ښکېله ده او تر اوسه یې په کندهار او په دې زون کې د کرکټ په برخه کې هیڅ راز خدمت نه دی کړی.

ده زیاته کړه، د کرکټ بورډ د مرکزي ادارې د تعصب ښکاره بېلګه د دې سیمې د کرکټ له لوبغاړي منیر کاکړ سره شوی چلند دی چې هغه ته یې په ملي لوبډله کې ځای نه دی ورکړی.

دی وايي، دا یوازې منیر کاکړ نه دی چې له دغسې یوه حالت سره مخامخ دی، بلکې تر اوسه د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل د کرکټ لوبغاړو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

د قریشي په نوم د لاریون یوه بل برخه وال هم وویل چې کرکټ بورډ تعصبي او توپیري چلند کوي او تر دې مهاله د دې حوزې هیڅ لوبغاړى په ملي لوبډله کې نه دی لوبېدلی.

هغه زیاته کړه، په دې زون کې د کرکټ استعداد لرونکي لوبغاړي شته چې پر کور ناست دي او هیچا هڅولي نه دي.

دی وايي، یو لوبغاړی په څومره کړاوونو تر ملي لوبډلې ځان ورسوي، خو اخر یې د اړوندو چارواکو چلند ناهیلی کړي.

ده دا هم وویل چې کرکټ بورډ په کندهار کې د کرکټ د ودې لپاره هیڅ راز کار نه دی کړی.

د لاریون نورو ګډونوالو هم د ورته څرګندونو تر څنګ په کورنیو سیالیو کې د سوېلي حوزې د کرکټ لوبغاړي منیر کاکړ سره د کرکټ بورډ له خوا روان چلند وغانده چې هغه یې کرکټ پرېښودلو ته اړ کړی دی.

په سوېل کې د کرکټ بورډ استازی احمد ضیاء د لاریون کوونکو د تورونو او غوښتنو په ځواب کې پژواک ته وویل چې یادې ستونزې له خپل مرکزي دفتر سره شریکوي.

login or register a new account.

Related Topics