Language

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو غږېدلی

 

کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٨): په اسلام اباد کې د امريکا سفارت وايي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له پاکستاني چارواکو سره د تاوتريخوالي پر کمولو خبرې کړې دي.

زلمی خليلزاد په کابل کې له افغان چارواکو او سیاستوالو سره له ليدنو کتنو وروسته وړمه ورځ اسلام اباد ته ولاړ.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا د لړم په ٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان، د پوځ له مشر جنرال جاوېد قمر باجوه او نورو چارواکو سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنو کې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهیر پر وروستيو پرمختګونو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز زلمي خليلزاد له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو پر ارزښت بحثونه کړي دي.

سرچينه کاږي، خليلزاد په ډاګه کړې چې د افغان سولې له بهیر سره د ټولې سيمې اقتصادي حالت ښه کېږي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم د افغان سولې پر وړاندې د شته ستونزو پر ژر هواري او د افغان شخړې پر سياسي جوړ جاړي ټينګار کړى دى.

هغه د افغان شخړې له ټولو لورو غوښتي چې د تاوتريخوالي کمولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د يادونې ده، په تېره يوه مياشت کې دغه دويم ځل دى چې زلمى خليلزاد اسلام اباد ته سفر کوي.

تېره مياشت نوموړي پاکستان ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د ليدنو ترڅنګ د ملا برادر  په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره هم ليدلي وو.

خو سرچينې وايي چې دا ليدنې د سولې لپاره نه، بلکې د امريکايي پوهنتون د استادانو د خوشي کولو لپاره شوې وې، خو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

login or register a new account.